خبرونهنړۍ

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر: نړیوال دې د اسرائیلو له ملاتړ څخه لاس واخلي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسرائیل له ملاتړ څخه لاس واخلي او بندیزونه ورباندې ولګوي.

هاکان فیدان د دغه هېواد واکمن ګوند استازو ته د فلسطیني دولت د راتلونکي په اړه په یوه غونډه کې وویل: “موږ د خبرو، ډیپلوماسۍ او نړیوالو سیاستونو وروستۍ حد ته رسېدلي یوو. باید د بندیزونو له لګولو یې پیل کړو.”

ترکیې چې په غزه کې د اسرائیل د یو کلن پوځي عملیاتو او په دې وروستیو کې پر لبنان د بریدونو په اړه سختې نیوکې کړې دي، ملګري ملتونه تورن کړي چې د دې شخړو له امله یې پر اسرائیل بندیزونه نه دي لګولي.

فیدان زیاته کړه چې اسرائیل تر اوسه د غزې جګړې د ختمیدو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، دا پدې مانا ده چې “اوس نړیواله ټولنه باید قانوني ګامونه پورته کړي او اسرائیل باید تحریم شي.”

نوموړي زیاته کړه، چې اسرائیل په غزه کې د خپلو کړنو لپاره نه اقتصادي، نه سیاسي او نه هم پوځي زیانونه ګالي او دا وضعیت یوازې هغه مهال بدلېدای شي چې نړۍ ورسره خپله مرسته بنده کړي.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل په بریدونو له ۴۲۳۰۰ څخه زیات فلسطینیان چې اکثره یې ملکي وګړي دي، وژل شوي. ملګرو ملتونو ویلي چې دا شمېرې د اعتبار وړ دي.

اردوغان، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو “د غزې قصاب” بللی او هغه یې د نازي جرمني له مشر اډولف هټلر سره پرتله کړی دی.