د رپوټونو له مخې، پاکستاني پولیسو د رياست په امر په دغه هېواد کې د بلوچانو د حقونو مبارزه ډاکټر ماه رنګ بلوچ په بلوچستان ايالت کې د يو احتجاجي پرلت پرمهال نيولې ده.
په ټولنيزو شبکو کې لاس په لاس کېدونکې يوه ويډيو کې ښکاري چې د بلوچستان پولیس په ډېر تشدد ماه رنګ بلوچ نيسي، موټر ته يې پورته کوي او په نا معلومه خوا يې وړي.
هغې په ننني پرلت کې بیا هم له پاکستاني رياست څخه د ورکو شويو بلوچانو د خلاصون او يا يې هم په اړه د هغوی کورنيو ته د معلوماتو د ورکړې غوښتنه وکړه او دغه راز يې بلوچانو ته د کار او ژوند د نورو اسانتياو د برابرولو غوښتنې کولې.
هغې په خپل يو وروستي بيان کې په پاکستان کې د بلوچانو د ژغورنې لپاره د نړۍوالې ټولنې د مداخلې غوښتنه کړې ده.
د بلوچستان پوسټ ورځپاڼې د خبر له مخې، ماه رنګ بلوچ ويلي په بلوچستان کې بشري ناورین روان دی او پوځ سيمه په خپل واک کې اخېستې ده او نړۍواله ټولنه دې دغه وضعيت ته پاملرنه زیاته کړي.
پاکستاني ریاست تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي هم په ځلونو نیولي او شکنجه کړي وه.
پاکستاني رسنيو په رسمي توګه د ماه رنګ بلوچ د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.