د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: افغانان زخمونو سره عادت او خپل هوډ نه بایلي

تېلیګراف ـ سې شنبه د ثور ۸مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړو زدهکړو وزیر، شیخ نداءمحمد ندیم، د پاکستاني پوځ په توغندیزو بریدونو کې د سید جمالالدین افغان پوهنتون ټپي محصلانو د پوښتنې په موخه کونړ ته تللی.
ندیم د یاد پوهنتون، له رهبرۍ او د کونړ له امنیتي مسوولانو سره لیدلي دي.
نوموړي پر کونړ د پاکستاني پوځ بریدونه غندلي، مړو ته یې د مغفرت دعا کړې او ټپيانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
هغه ویلي: «نور دې افغانان خلک نه ازمایي، افغانانو شهادتونه او زخمونه لیدلي او ورسره عادت دي، په دې بریدونو خپل هوډ او حوصله له لاسه نه ورکوي.»
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر، د پوهنتون له رهبرۍ غوښتي چې خپلو چارو او درسي بهیر ته دوام ورکړي.
پاکستان پرون دوشنبه پر کونړ یو ځل بیا توغندي توغولي چې، له امله یې تر ۹۰ ډېر عام خلک چې محصلان هم په شامل دي مړه او ژوبل شوي.
په یادو توغندیزو بریدونو کې د کونړ پوهنتون لیلیه او پوهنتون هم په نښه شوی دی.
دغه راز بیا تازه افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني احضار کړی او د کونړ مرکز کې پر پوهنتون سربېره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ملکي موخو او عامه ځایونو د ترسره شویو بریدونو په تړاو یې خپل اعتراض لیک ور سپارلی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه ویلي چې، بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د هوايي حریم نقض او د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونه په کلکه غندلي او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څرګند نقض یې د نړیوالو اصولو خلاف او پاروونکی عمل بللی دی.











