د ملګرو ملتونو لخوا د تروریزم په اړه په يو خپاره شوي راپور کې راغلي چې په پاکستان کې ترهګریز ګواښونه مخ پر زياتېدو دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په پاکستان کې د تروریزم ګواښونه چې تر ډېره د پاکستاني طالبانو د تحریک (TTP) د حضور د پراختيا موضوع ته په کې اشاره شوې، زیات شوي دي.
دغه راز په راپور کې ويل شوي چې پاکستاني طالبانو له القاعده سره اړيکو کې هم پراختيا راوستې چې دا خپله په پاکستان کې د ترهګرۍ د پرمختيا لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان په خيبر پښتونخوا ایالت کې پاکستاني او امریکايي ځواکونو ګډ پوځي تمرینات پيل کړي چې په مقابل کې يې پاکستاني طالبانو هم خپل فعاليتونه زيات کړي دي.