افغانستانخبرونه

پرکونړ د پاکستان بریدونو کې ۴کسان وژل شوي او ۴۷ټپیان دي

تېلیګراف ـ دوشنبه د ثور ۷مه/  د کونړ په دولتي روغتون کې سرچینو رسنیو ته ویلي چې، د پاکستاني پوځ د روانو بریدونو له امله په مرکز اسعداباد او سرکاڼو ولسوالۍ عامو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

روغتیايي سرچینو زیاته کړې چې، په دې بریدونو کې تر دې دمه ۴ کسان وژل شوي او ۴۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، په قربانیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه ددې پېښې او مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.