د عامر خان يو انکار سلمان خان څنګه د بالووډ ستوری کړ؟
اوسمهال که سلمان خان د هندي سينما (بالووډ) پر نړۍ د دبنګ ستوري په توګه راج کوي خو هغه د عامر خان د يوه انکار په وجه له عادي سلمان خان ستر ستوری (سوپر سټار) جوړ شوی دی.
دا کیسه په ۱۹۹۴ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د هندي فلم جوړونکو لخوا د وخت فلمي ستوري عامر خان ته د (ہم آپ کے ہیں کون) فلم د جوړولو وړانديز وشو خو هغه د فلم کیسه بې خونده وبلله او په فلم کې له کار کولو يې انکار وکړ.
وروسته د فلم وړانديز سلمان خان ته وشو، په دغه وخت کې سلمان خان يو عادي فلمي ستوری و، هغه وړانديز قبول کړ، او له مادهوري دکشت سره يې په ګډه په دغه د مینې کیسه لرونکي فلم کې برخه واخېسته.
دا فلم چې د ۴ کروړه هندي روپو په مقابل کې جوړ شوی و، سوپر هېټ شو او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې يې ۱۳۵ کروړه هندي روپۍ وګټلې او ورسره سلمان خان له يو عادي فلمي لوبغاړي څخه د هندي سینما یا بالیووډ په سوپر سټار بدل شو.