خبرونهځانګړي برخهنړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي،پوتین سره د خبرو لپاره روسیې ته تللی

تېلیګراف ـ دوشنبه د ثور ۷مه/  د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د تهران-مسکو اړیکو او سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه د خبرو لپاره روسیې ته تللی.

ایراني رسنیو نن دوشنبه ویلي چې، عراقچي د روسیې سن‌پترزبورګ ښار ته رسېدلی.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې عراقچي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او په یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړي.

عراقچي ډاډ څرګند کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه ډول سلامشورې او همغږي ځانګړی اهمیت لري.

نوموړي پاکستان ته خپل سفر او له پاکستاني چارواکو سره خبرې «ډېرې ښې» بللې او ویلي یې دي چې، ګټورې مشورې شوي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې دغه خبرو کې د تېر وضعیت او دا چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې په کومو شرایطو کې بیا دوام موندلی شي، هم ارزول شوې دي.

مسکو کې د ایران سفارت ویلي، عباس عراقچي به دې سفر کې له پوتین سره د ایران او امریکا او اسراییل ترمنځ د جګړې له وروستیو تحولاتو وروسته، د رامنځته شوي وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې، عراقچي تر دې وړاندې پاکستان او عمان ته په سفرونو تللی وو.