افغانستانلوبې

د ۲۰۲۶ نړیوال جام لوبې به د فبرورۍ په ۷مه پیل شي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د مالوماتو له مخې د ۲۰۲۶ شل اوریز نړیوال جام ښایي چې، د فبرورۍ له ۷مې څخه تر مارچ ۸مې پورې راتلونکی کال ترسره شي.

د دغو لوبو کوربه هېوادونه هند او سریلانکا دي.  دغه نړیوال جام ته په هند کې ۵ لوبغالي او په سریلانکا کې ۲ لوبغالي په نظر کې نیول شوي.

د پایلوبې کوربه به احمداباد یا کولمبو کوي خو هغه مهال دا امکان لري، چې پاکستان پای لوبې ته ورسېږي.

کرکټ پوهان د لوبډلو حالت ته په کتو په دې باور دي چې ښايي پاکستانۍ لوبډله تر نیمه پایلوبې هم ونه رسېږي.

په ۲۰۲۶ نړیوال جام کې ۲۰ لوبډلې ګډون لري چې په ۴ ګروپونو وېشل شوي هر ګروپ کې به ۵ لوبډلې شاملې وي.

د هر ګروپ ۲ غوره لوبډلې به ۸ غوره لوبډلو ته لار پیدا کړي.  سوپر ایټ پړاو کې به بیا ۲ ګروپونه وي هر یو کې به ۴ لوبډلې وي

د دواړو ګروپونو څخه به ۲ غوره لوبډلې نیمه پایلوبه ته لار پیدا کړي او ورپسې به فاینل وي.