خبرونهنړۍ

اسرایلو د لبنان په بیروت کې دوولس هوایي بریدونه ترسره کړي

اسرایلي جیت الوتکو د لبنان په پلازمینه بیروت کې تازه هوایي بریدونه ترسره کړي چې مرګ ژوبله هم لري.

په وروستيو بريدونو کې د مرګژوبلې او اوښتو زيانونو ارزونه روانه ده خو لا هم مالومت نه کیږي چې په دغه بریدونه کې څومره کسان وژل شوي.

د اسرائيلو پوځ وايي په ضياحيه سيمه کې يې د حزب الله ډلې د وسلو زېرمتون او د استخباراتو د قوماندې مرکز په نښه کړی دی.

بل پلو حزب الله وسله والې ډلې ویلي چې د اسرایلو پر شمالي برخو یې توغندیز بریدونه کړي.

د راپورنو په اساس ددغه هېواد په ختیځ د بقاع دره کې د اسرائیلو هوايي برید له کبله د ښاروال په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي او څو تنه نرو په یو ودانۍ د برید له امله ټپیان دي.

د اسرایلو پوځ ویلي چې بریدونه یې د حزب الله وسله والې ډلې پورې اړوند په نښه شویو ځایونو کړي.