افغانستانخبرونه

طالبانوپه جوزجان کې یو ښځه او نارینه د زنا په تور په درو وهلي

طالبانو په تخار ولایت کې یوې ښځينه او یو نارینه د عامو خلکو پر وړاندې د زنا په تور په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې نن  په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې نن یې د دغه ولایت د فرخار ولسوالۍ د لومړۍ محکمې د پریکړې له مخې، د «زنا په جرم» محکومه شوې ښځه او نارینه ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې پر دغې تورنې ښځې او نارینه یې یاد حکم د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته پلی کړ.

د طالبانو د بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې تورنو ته د عامو خلکو پر وړاندې سزاګانې ډیرې شوي چې د بشر حقونو نړیوالو ادارو پرې سختې نیوکې کړي او دغه چاره یې غندلې ده، او انسانیت ته یې سپکاوی کڼلی دی.