د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رېپورټر ریچارډ بینیټ کاناډا ته تللی چې هلته د افغانستان د بشري ناورین له پاره له کاناډایي چارواکو سره خبرې وکړي.
ریچارډ بینیټ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې غواړي د افغانستان د روان بشري کړکېچ په اړه له کاناډایي چارواکو سره خبرې وکړي تر څو د دوی ملاتړ را خپل کړي.
نوموړی به یو اونۍ د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا او تورنتو کې کې له حکومتي چارواکو، مدني او بشري فعالانو او افغانانو سره ګوري.
ریچارډ بینېټ چې د طالبانو حکومت افغانستان ته له ورتګ منع کړی د منځني ختیځ او سیمې ګڼو هېوادونو ته تر دې مخکې هم سفرونه کړي او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه یې خبرې کړي.