افغانستانخبرونه

د احصایې اداره: د تلې په میاشت کې تر دوه زرو زیاتو بهرنیو وکړو له افغانستان لیدنه کړې

د طالبانو احصايې او مالوماتي اداره وایي چې د تلي په میاشت کې تر دوه زرو زیات بهرني سیلانیان افغانستان راغلي دي او بیلابیلو ځایونو نه یې لیدنه کړې ده.

د احصایي او مالوماتي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د تلې په میاشت کې ۲۱۳۱ بهرني وګړي د ځمکې او هوا له لارې افغانستان ته راغلي چې ۶۳ یې میرمنې دي.

ددغه ادارې په خبر پاڼه کې راغلي چې له دغه جملې بهرنیانو نه یې ۴۳۴ ګرځندویان او پاتې یې په افغانستان کې د کار او پانګونکې له پاره راغلي دي.

دغې ادارې ویلي، چې په دغه موده کې ۱۸۰۹ تنه بهرني وګړي له افغانستانه وتلي دي.

افغانستان ته بهرني وګړي د نیمروز، تورخم، حیرتان، هرات او بلخ د هوايي ډګرونو له لارو راغلي دي.