افغانستانخبرونه

ترکیه کې پوليسو ۵۹ افغان کډوال نيولي دي

د ترکیې پوليسو په اغزي ښار کې د تالاشۍ پرمهال ۵۹ افغان کډوال او د هغوی ۴ تنه قاچاق کوونکي نيولي دي.

ترکیي رسنۍ وايي، پوليسو پرون د پنجشنبې په ورځ د اغزي په ښار کې يو بار وړونکی موټر پلټلی چې پرمهال يې ۳۰ افغان کډوال او د هغوی ۴ انساني قاچاقبر ترې را ويستل شوي دي.

دغه راز پوليسو د اغزي ښار په يو کور هم چاپه وهلې او ترې يې ۲۹ افغان او يو پاکستانی کډوال چې غیر قانوني اوسېدل نيولي دي.

ترکیې روان کال ګڼ هغه افغان کډوال چې غوښتل يې په غیر قانوني لارو د ترکیې له لارې اروپا ته ځانونه ورسوي نيولي او بېرته يې افغانستان ته لېږلي دي.