د بغلان سیمهییزې سرچينې وايي چې طالبانو په دغه ولايت کې د مقاومت په نوم جبهې د يو قوماندان حاجي عبدالرحمن له نيول کېدو وروسته د هغه څلور زامن او دوه نور خپلوان نيولي دي.
سرچینو پرون جمعه رسنیو ته ویلي چې دا شپږ کسان په «بنو اندرابها» ولسوالۍ کې له خپل کور څخه نیول شوي دي.
د سرچينو په وینا، د حاجي عبدالرحمن يو زوى له رواني ناروغۍ کړېږي