د پاکستان حکومت د دغه هېواد په بېلابېلو لویو ښارونو کې د عمران خان د پلويانو له لوري د لاريونونو مخنيوي په موخه ګرځبنديز لګولی دی.
ويل کېږي چې د دغه هېواد د پلازمېنې اسلام اباد ته ورغلې ټولې لویې لارې تړل شوي او دغه راز اسلام اباد ته ورتلونکو مسافر وړونکو موټرو اډې هم په نورو صوبو کې تړل شوې دي.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پاکستان ګوند غړو پلان کړی چې د نوموړي د خلاصون په موخه به نن د ډېسمبر په ۲۴مه د پاکستان په اکثریت لويو ښارونو او په ځانګړي توګه اسلام اباد کې مظاهرې کوي.
د رپوټونو له مخې، د دغو مظاهرو د قرارولو او مخنيوي په موخه د پاکستان مرکزي او ایالتي حکومتونو له لوري په لويو ښارونو کې ګرځبندیزونه وضع شوي او دغه راز د ښار ډېر لوی واټونه او ښار ته ورداخلېدونکې دروازې هم په کانټینرونو باندې تړل شوي دي.