خبرونهنړۍ

پاکستان کې د نښتو پرمهال د شپږ پوځیانو په ګډون  ۲۸ وسله وال وژل شوي

بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې په پاکستان کې د څو وسله والو نښتو پرمهال شپږ پاکستاني پوځیان او ۲۲ وسله وال وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس(شنبه،۱۷د لېندۍ)راپور ورکړی چې، دا نښتې د خیبر پښتونخوا د وزیرستان اړوند سیمو کې رامنځته شوي دي.

راپور کې که څه هم دا نه دي ویل شوي، چې دا نښتې د کومې وسله والې ډلې له غړو سره شوې او په دغو سیمو کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا «ټي ټي پي» فعال دی.

په ورته مهال پاکستاني طالبانو(ټي‌ټي‌پي)ادعا کړې چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې یې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او د دغه هېواد ګڼ شمیر پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پاکستان کې په دې وروستیو کې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بیلتون غوښتونکي پوځ د پاکستاني پوځيانو پر پوستو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.