خبرونهنړۍ

نړیوالې رسنۍ: اسرائیلي ځواکونه د سوریې د پلازمېنې ۲۵ کيلومټرۍ ته رسېدلي

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې اسرائیلي ځواکونه د سوریې په خاوره کې له قنيطره سیمې اوښتي او د پلازمېنې دمشق تر ۲۵ کیلومټرۍ رسېدلي دي. خو اسرائیل وايي چې دوی يوازې اشغالي سیمو ته ور داخل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان مشر رامی عبدالرحمن د العربیه تلویزیوني شبکې ته ويلي وو چې اسرائیلي ځواکونو له تېرې یکشنبې ورځې راهېسې چې د بشار الاسد حکومت ړنګ شوی پر سوریه هوايي او ځمکني بریدونه پيل کړي چې نن د سه شنبه په ورځ د دمشق تر ۲۵ کیلومټرۍ ور نږدې شوي دي.

هغه زیاته کړه اسرائیلي ځواکونه د قطنا ښار ته لس کیلومټره ورداخل شوي دي چې دغه سیمه د پلازمېنې دمشق سره په ۲۵ کیلومټره کې پرته ده .

خو د اسرائئیلو دفاع وزارت وايي پوځيان يوازې په اشغالي سیمو کې هغو ځايونو کې عملیات کوي چې د اسرائیلو حکومت ترې ګواښ ويني.