د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په قلعه خيالي بازار کې يو تن خپله کونډه وريندار له نوموړي سره د نکاح نه کولو له وجې وژلې ده.
له دغې سيمې څخه يوې منبع رسنیو ته وويل، دغه مېرمن چې څلور کاله کېدل کونډه وه له خپل لېور سره له نکاح انکار کاوه او ويل يې: «ما له خپل خاوند سره ژمنه کړې وه، چې که هر يو له موږ وفات شو، نو بله نکاح به نه کوو او زه پخپلې ژمنې ولاړه يم.»
دغه منبع وايي، قاتل تر وژلو وروسته دغې مېرمنې ته اور اچولی و او کليوالو ته يې ويلي و، چې هغه د ګاز ډبې په پېښه کې سوځېدلې ده. پېښه دوه ورځې وړاندې رامنځته شوې.
قاتل د بهسودو ولسوالۍ د طالب مسوولينو له لوري نيول شوی دی.