خبرونهنړۍ

خامنه يي: زموږ مقاومت دوام لري

د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي، نن د چهار شنبې په ورځ په خپل يو تازه بیان کې ويلي چې د سوریې سقوط، د حزب الله او حماش د مشرانو وژل دوی له خپل هوډ نه شي اړولی او مقاومت به يې دوام لري.

هغه وايي، که امریکا او اسرائیل په دې تمه وي چې وروستیو کړنو سره به دوی له مقاومت تېر شوي وي، خو داسې نه ده او دوی پوره عزم لري.

خامنه اي وايي، له اسرائیلو سره په لبنان او غزه کې مقاومت روان دی، خو اسرائیل هڅه کوي چې د سوریې له لارې مقاومت محاصري کړي چې په دغه چاره به بریالی نه شي او ټينګار يې وکړ چې د اسرائیلو تر لمنځه وړلو پورې به یې مقاومت روان وي.

هغه تېره اوونۍ ويلي وو چې د سوریايي ځوانانو پر مټ به د سوریې نيول شوې ځينې سیمې بېرته ازادې شي.