افغانستانخبرونه

سراج‌الدین حقاني له سعودي عربستان سره د اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

  د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني په کابل کې د سعودي عربستان له شارژدافیر فیصل طلق البقمي سره په لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ سیاسي اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی دی.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې، د سعودي شارژدافیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اسلامي او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ د همکارۍ پر دوام ټينګار کړی دی.

د سعودي عربستان سفارت د همدې میاشتې په لومړیو کې په کابل کې خپل فعالیت پیل کړ.

که څه هم په کابل کې د سعودي عربستان سفارت د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته هم فعال و، خو له یو څو مودې وروسته د امنیتي ننګونو له کبله ځنډول شوی و.