کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د قطر په منځګړیتوب په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک او اوربند رامنځته شو.
الجریرې ټلویزیون ویلي، د دغه هوکړې له مخې به اسرائیلي ځواکونه زر فلسطیني بندیان ازاد او د غزې څخه به اوه سوه متره شاته شي.
دغه اوربند چې لا یې بشبړ جزیات ندي خپاره شوي، ویل کيږي، د اوربند له مخې به هره ورځ ۶ سوه ټیلره انساني مرسته د غزې اوسیدونکو ته ولیږدول شي.
د دغه اوربند د لومړۍ فاز معاهده چې په ۴۳ ورځو کې به بشپړه کیږي، له مخې به یې ۲۲ ورځو کې غزې ته د کډوال شویو اوسیدونکو ستنیدل هم پیل شي.
د یادونې وړده، چې د دغه اوربند پاتې مادې به هم ژر اعلان شي.