خبرونهنړۍ

پاکستان کې یو مېوه پلورونکی د نرخ نه کمولو له امله وژل شوی

کابل ټيليګراف (د دلوې لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستان په فیصل اباد کې موټر سایکل سپرو هغه مېوه پلورونکی په ډژو وژلی، چې دوی ته یې د مېوې نرخ نه وو، کم کړی.

پولیسو ويلي، یادو موټر سایکل سپرو په پرلپسې ډول د مېوه پلورونکي څخه د نرخ د کمېدو غوښتنه کړې وه، خو هغه د نرخ له کمېدو انکار کړی وو.

پولیس زیاتوي، یاد کس په ډزو لومړی ټپي شوی وو، چې وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.