کابل ټيليګراف (سلواغې ۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په پنجشیر کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې، چې سږکال د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۲۰۰ زره سیلانیانو لیدنه کړې ده.
په دغه ولایت کې د طالبانو تر کنترول لاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې یاد شمېر سیلانیانو د دغه ولایت له طبیعي جاذبو او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز تېرکال پنجشېر ته ۱۰۰ زره کورني او ۲۳ بهرني سیلانیان ورغلي و.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په بهرنیو سیلانیانو کې د جاپان، پاکستان، استرالیا، سکاتلنډ، روسیې، امریکا، چین، جرمني او ایټالیا هېوادونو اتباع شامل وو.
پنجشیر له طبیعي ښکلا برخمن ولایت دی چې دسیلانیانو د زیاتوالي اصلي لاملونه یې جاذبې خوندوره هوا او تفریحي سیمو درلودل ښودل شوي دي.