
کابل ټيليګراف (سلواغې 9مه– ۱۴۰۳ لمريز)
وروسته له هغې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په اړه د هېواد پرېښودلو خبرونه خپاره شول، هغه په یوه پيغام کې ویلي، چې د اختلافاتو له امله نه، بلکې د ارام کولو لپاره وتلی.
هغه په دغه پیغام کې په واضح ډول ندې ویلي، چې له هېواده بهر وتلی او که د بهرنیو چارو وزارت څخه، خو وایي، په کرونا ډوله ناروغۍ د اخته کېدو په موخه ارام کولو لپاره وتلی دی.
عباس ستانکزی چې همېش د خپلې ډلې په رهبر د تعلیم له امله توندې نیوکې کوي، وایي، د هیبت الله اخوندزاده سره هیڅ ډول اختلافات نلري.
ستانکزي په دې پیغام کې په رسنیو هم د ناسمو تبلیغاتو له امله نیوکې کړې.