
( کابل ټيليګراف (کب ۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په غزه د اسرائیلو د بریدونو د پیل څخه تر دې دمه له ۱۳ زرو څخه زیات فلسطیني ماشومان وژل شوي دي.
دې ادارې پخپل ایکس پاڼه کې لیکلي: د قربانیانو په منځ کې ۷۸۱ هغه ماشومان هم شامل دي چې عمر یې له یوه کال څخه کم دی.
په فلسطین د اسرائیلو د بریدونو له امله تر دې دمه له اته څلوېښت زرو څخه زیات کسان وژل شوي او تر سلو زرو زیات ټپيان دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غزه کې د اووښتو زیانونو لیست هم خپور کړی و چې د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې د روغتیا د برخې پر بشپړې ویجاړۍ د نیوکې ترڅنګ د بیارغاونې لپاره د پراخو پانګونو اړتیا اعلان کړی و، چې د ملګرو ملتونو اړوند د دغه سازمان د اټکل له مخې د بیارغونې لپاره لږ تر لږه ۱۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې له ۳۵۰۰ څخه زیات ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ سره مخ دي، د ۳۵۰ زره کسان چې په پټو او اوږدو ناروغیو اخته دي، ورته درمل نشته او د بې شمېره کسانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.
دغه کمښت د وژونکو ناروغیو د خپریدو لامل شوی، په ځانګړې توګه د بې ځایه شویو خلکو ترمنځ.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې غزه کې د جګړې له پیل راهیسي نږدې ۹۰سلنه ودانۍ ویجاړې شوي چې شاوخوا، ۱۶۰ زره د استوګنې کورنه ویجاړ شوي او ۲۷۶ زره نور استوګنیځ ځایونه سخت زیانمن شوي دي.