
کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش تېره ورځ د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عربي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د سوریې له انتقالي ولسمشر احمد الشرع سره کتلي.
د ملګرو ملتونو ویاند استفان دوجاریک، وایي چې دواړو لورو د سوریې لپاره د نوي مسیر د ټاکلو تاریخي فرصت او د دغه هېواد د پر وړاندې خنډونو په اړه خبرې کړې دي.
ګوترش په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې ملګري ملتونه به د سوریې د بیا رغونې او د خلکو د بشري اړتیاوو د رفع کولو ملاتړ وکړي.
دا د احمد الشرع لومړۍ کتنه ده چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره یې کوي.