
( کابل ټيليګراف (کب ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
وروسته تر هغې چې د کاناډا هیواد پخواني صدارعظم جسټن ټروډو له خپلې دندې استعفاه وکړه د دې هیواد د مرکزي بانک پخوانی مشر مارک کارني د دې هیواد نوی صدارعظم وټاکل شو
نوموړي په لومړۍ وینا کې خلکو ته ویلي چې ټرمپ ځو څلې ویلي چې کاناډا به د امریکا برخه کړي خو په خبره یې دوي به هڅکله هم دې کار ته اجازه ورنکړي کارني زیاته کړې امریکا غواړي چې د کانآډا خلک ځمکه اوبه او منابع تر خپل واک لاندې راولي خو دوي به دې کار ته اجازه ورنکړي.
وروسته له هغې چې د ډونلډ ټرمپ د بیا ځل لپاره د امریکا ولسمشر وټاکل شو په خپلو لومړنیو ویناوو کې یې وویل چې کاناډا به د امریکا د یو ایالات و ګرځوي چې دا خبره وروسته په کاناډا او نوره نړۍ کې په یوه ګرمه موضوع بدله شوه هغه همدارنګه د نورو هیوادنو ترڅنګ په کاناډا هم کمرکي تعرفې هم تر بل هر وخت زیاتې کړئ .
په ورته مهال د کاناډا پخواني صدراعظم جسټن ټروډو د خدای په امانۍ مرسمو کې خلکو ته په وینا کې ویلي چې هیواد او خلک یې د امریکا له لوري د بقا له ستونزې سره مخ دي
۵۹ کلن مارک کارني په داسې مهال د کاناډا د صدارعظم په توګه ټاکل کیږي چې د کاناډا او ګاونډي امریکا ترمنځ یې اړیکې تر بل هر وخت په خراب حالت کې دي.