افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د شري ناروغۍ د خپرېدو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری

کابل ټیلیګراف – ۲۵ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د روغتیا نړیوال سازمان په اروپا، امریکا او افغانستان کې د شري ویروس د بیا خپرېدو خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي چې په یادو هېوادونو کې د شري پېښې په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.

شری (Measles) یوه ساري ناروغي ده، چې د روبيولا (Rubeola) ویروس له امله رامنځته کېږي او له یو کس څخه بل ته د تنفسي څاڅکو یا هوا له لارې لېږدول کېږي. دا ناروغي په ځانګړي ډول د ماشومانو او هغو کسانو لپاره چې واکسین شوي نه دي، خطرناکه ګڼل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي  یوازې د اروپا په هغه برخه کې چې د روغتیا د نړیوال سازمان تر څارنې لاندې ده، د دغې ناروغۍ ۱۲۷ زره پېښې ثبت شوي چې په ټکو یې له۱۹۹۷ کال راهیسې بې ساري دي.

د راپور په ټکو، په هغه کال کې دا شمېر ۲۱۶ زره پېښې وي.

دا شمېرې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ګډه څیړنه کې خپرې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د ژورې پاملرنې او د واکسین د یوې لویې پروسې پرته، دا ناروغي به په ګڼ شمیر خلک اخته کړي.

د یونیسف د شمېرو له مخې، په افغانستان او پاکستان کې هم د شري د پېښو شمېر زیات شوی دی.