
کابل ټیلیګراف – ۲۵ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د پولې د ترسیم تړون څخه هرکلی کړی او دا یې یو مثبت ګام ګڼلی دی.
تر دې تړون مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ چې ۹۷۰ کیلومتره ګډه پوله لري، په منظمه توګه نښتې رامنځته کیدې. دا دواړه هیوادونه د نیمایي سرحدونو پر سر شخړه لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د تاجکستان او قرغز جمهوریتونو تر منځ د پولې د ترسيم تړون د لاسلیک هرکلی کوي او د دواړو وروڼو هېوادونو تر منځ د تفاهم له لارې د دغه اوږدمهالي اختلاف هواری د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او د متقابل باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام ګڼي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دوی طالبانو تل د سولې، تفاهم او د سیمهییزو همکاریو د پراختیا ملاتړ کړی او باور لري چې دغه تړون به په منځنۍ آسيا کې د دوامداره سولې او همکارۍ يو نوی باب پرانيزي.