خبرونهنړۍ

بلوچستان کې د یوه افسر په ګډون درې پاکستاني پولیس وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د بلوچستان د ازادۍ جبهه وایي، تېره شپه یې په کویټې ښار کې په یوه چریکي برید کې د عبدالولي تنولي په نوم د یوه افسر په ګډون درې پاکستاني پولیس ووژل او دوه نور یې سخت ټپيان کړل.

د دغه جبهې ویاند زیاته کړې، د دوی وسله والو د برید وروسته د پاکستاني پولیسو څخه وسلې هم غنیمت کړي او له ځآن سره یې لیږدولي دي.

دوی ادعا کړې، چې یاد پولیس د بې وسلې بلوڅو ماشومانو او ښځو په نیولو او شکنجه کولو کې لاس درلود.