افغانستانخبرونه

په آلمان کې یوه افغان پناه‌غوښتونکي خپله ۴۱ کلنه مشره د چاقو په ګوزارونو ووژله

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

آلماني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په کرفلډ ښار کې یوه ۲۵ کلن افغان کارکوونکي د خپل پلورنځي مشره ۴۱ کلنه میرمن د چاقو په ګوزارونو سره وژلې ده.

د آلمان پولیسو د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا پېښه د چهارشنبې په ماښام د «نیویارکر» په نوم یوه زنجیره‌يي پلورنځي کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې، د پلورنځي مشره، چې یوه ښځه وه، د یوه بل کارکوونکي سره د ورځني عاید په شمېرلو بوخته وه چې ناڅاپه افغان بریدګر پر هغې څو ځله د چاقو ګوزارونه کړي دي.

د آلمان پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ښځه د چاقو د ګوزارونو له امله سخت ټپي شوې او د پېښې په ځای کې یې ساه ورکړه.

بریدګر له پېښې وروسته د پلورنځي له پیسو سره تښتېدلی و، خو د آلمان پولیسو د پلورنځي مخې ته نیولی دی.