افغانستانخبرونه

هرات کې یو ځوان اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د هرات ولایت په زنده‌ جان ولسوالۍ کې یو ځوان په اوبو کې د لوبې پر مهال ډوب شوی او مړ شوی دی.

سرچینې وایي، د الیاس په نوم دغه ځوان پرون ماښام د زنده جان ولسوالۍ په هریرود سیند کې د لامبو پر مهال لوبې کولې، چې اوبو ډوب او مړ جسد یې را ویستل شو.

دوه ورځې وړاندې په ننګرهار کې هم یو محصل په درونټې سیمه کې اوبو ته د غورځیدو له امله مړ شوی و.