
کابل ټیلیګراف – ۱۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
روسیې نن سهار (جمعه، د غبرګولي ۱۶مه) د اوکراین پر پلازمینه کييف درانه هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.
اوکرایني چارواکو ویلي، چې د دغو بریدونو له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
دغه بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته خبرداری ورکړی و، چې د روسیې پر جنګي الوتکو د اوکراین د بریدونو په غبرګون کې به غچ اخیستونکي بریدونه وکړي.