افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د یوه پلار د وژنې په اړه ضد او نقض را پورونه دي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ننگرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، یو ځوان په دې ولایت کې خپل پلار وژلی، خو ځینې سرچینې وایي، یاد کس د روانې ناروغۍ له امله خپله ځان ویشتی.

رسنیو په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند سید طیب حماد له قوله لیکلي: دا ځوان چې رازي‌خان نومېږي، تېره ورځ یې شینوارو ولسوالۍ کې د خپل پلار فریدګل شنیواري سره لفظي شخړه کړې او وروسته یې هغه په ډزو ویشتی.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، رازي‌خان غوښتل د پلار موټر په تفریح بوزي، خو پلار یې مخالفت وکړ، چې په پایله کې یې لفظي شخړه وشوه او ځوان خپل پلار په ډزو وواژه.

بلخوا یو شمیر نورې سیمه ییزې سرچیني وایي، حاجي فریدګل شینواري رواني ناروغي درلوده او هغه مهال چې کورنۍ غړو نوموړی روغتون ته بیولی، هغه انکار کړی او په یوه خونه کې یې ځان ویشتی.

تر اوسه د دغه قضیې په اړه د قیق او وروستي معلومات ندي خپاره شوي.