
کابل ټیلیګراف – ۲۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالب ضد ډلې مشر احمد مسعود يو ځل بیا د طالبانو پر وړاندې د خپلې نظامي مبارزې د دوام خبرداری ورکړ او د افغانستان د کشالې د حل لپاره يې پر نړیوال يووالي ټينګار وکړ.
نوموړي دا څرګندونې د هسپانیوي ژبې السالوادور مجلې سره د مرکې پرمهال کړې دي.
احمد مسعود په دې باور دی چې په منځني ختیځ او اوکراین کې د جګړو له امله افغانستان حیر شوی خو ټينګار یې دا دی چې نړیواله ټولنه باید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته پاملرنه وکړي.

دی وايي: «طالبان هڅه کې دي چې د خپل رژيم د بقا لپاره له اسيايي او لویديځو هېوادونو سره اتحاد رامنځته کړي او د خپل رژيم پر وړاندې نظامي ګواښونه شنډ کړي.»
که څه هم تر اوسه د نړۍ يو هېواد هم د طالبانو نظام په رسميت نه دی پېژندلی خو په شاوخوا ۲۰ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ د طالبانو غړو ته سپارل شوي دي. پر دې سربېره د روسیې، چین، متحده عربي امارتو، قطر او پاکستان په ګډون د سيمې ځينې هېوادونه له طالبانو سره ښې او نږدې اړیکې لري.