افغانستانخبرونه

واحدالله نژند خپل تاجکستانی سیال مات کړ

کابل ټیلیګراف – ۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

واحدالله نژند، د افغانستان د آزادو مبارزو ورزشکار، خپل تاجک سیال د سبمېشن (Submission) په اخیستلو سره مات کړ.

نژند تېره شپه (شنبه) د یو حساسو او زړه‌راښکونکي سیالۍ په ترڅ کې له فریدون شوخ‌نظروف، د تاجکستان له لوري، سره قفس ته ښکته شو او په پای کې یې خپل سیال د دوهم پړاو په اوږدو کې په تخنیکي ډول مات کړ او بریا یې خپله کړه.

 دا سیالي د واحدالله نژند او د هغه د تاجک سیال ترمنځ د جرمني په هامبورګ ښار کې د اوکتاګون سازمان له‌خوا جوړه شوې وه.