
کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د برطانیوي حکومت د شمېرو له مخې، د ګرمۍ څپې له امله په انګلینډ او ویلز کې شاوخوا ۶ سوه کسان مړه شوي،چې د ټولو قربانیانو عمرونه له ۶۰ کالونو څخه زیات او اکثریت یې میرمنې دي.
را پورونو له مخې؛ د ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال جون پورې د اقلیمي بدلونونو له امله ۱۰ زره څخه زیات کسان وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې؛ سږ کال تر ټولو زیاته ګرمي په لندن او ویسټ مډلینډ کې ثبت شوې ده.
د هوا پېژندنې څانګې د دویمې ګرمۍ څپې وروسته د نورې ګرمۍ وړاندوینه کړې ده.
د اوسنۍ ګرمۍ له امله برطانیوي وګړو د سیندونو او سمندرونو غاړو ته مخه کړې ده.
په بېلابېلو ښارونو کې د تودوخې کچه ۳۴ سانتي ګریډ ثبت شوې، خو په ۲۰۲۰ کال کې تودوخه ۴۰ سانتي ګریډ ته رسېدلې وه، چې له امله یې ۳۲۷۱ کسان وژل شوي وو.
برطانیوي حکومت له خلکو غوښتي چې له کورونو بهر ونه وځي. برطانیا د سختو اقلیمي بدلونونو تر اغېز لاندې ده او که د ګرمۍ شدت دوام وکړي، نو د مرګ ژوبلې خطر به نور هم زیات شي.
په اروپا کې تر ټولو زیاته تودوخه په پاریس کې ۴۰ سانتي ګریډ ثبت شوې ده.