
کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایراني رسنیو په وینا، د فارس ولایت په فیروزآباد سړک باندې د مسافر وړونکې بس اوښتو له امله ۲۱ کسان مړه شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.
د ایراني چارواکو په وینا، د بس د پېښې لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی، خو په دې اړه تحقیقات روان دي.
د عربي رسنیو د یو راپور له مخې، په ایران کې د ټرافیکي پېښو کچه خطرناکه حد ته رسیدلې او په دغو پېښو کې هر کال شاوخوا ۱۷ زره کسان مړه کیږي.