
کابل ټيلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي، په لغمان ولايت کې پولیسو د ۱۸۵ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق مخه نيولې او په تړاو يې يو مشکوک کس هم نیولی دی.
د طالبانو کورنيو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي، د یاد ولایت امنیه قومندانۍ د لویو لارو منسوبينو د کابل جلال اباد پر لویه لاره یو مازدا ډوله موټر نيولی چې، ۱۵۵ کیلو ګرامه اپين او ۳۰ کیلو ګرامه پوډر « هيروئين » پکې بار وو.
د پېښې په تړاو د یاد موټر چلوونکی نیول شوی او د پولیسو تر څیړنو لاندې دی.
نیول شوی کس به له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.