لوبې

سبا د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پيلیږي

ټاکل شوې چې سبا(چهارشنبه،۲۱د لېندۍ)د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیوو لومړۍ لوبلړۍ پيل شي.

یادې لوبډلې به دوهمه سیالي د جمعې په ورځ ترسره کړي او همدارنګه د شنبې په ورځ به هم یادې لوبډلې درېمه شل اوره سیالۍ وکړي.

دواړه لوبډلې به دغه راز د روانې دسمبر میاشتې په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه په درې یو ورځنیو یا پنځوس اوره سیالیو کې هم مخامخ کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا لوبې مهمې بللې زیاته کړې یې ده چې، افغان لوبډلې لا له وړاندې د یادو سیالیو لپاره چمتوالی نیولی او تمه لري چې ښې لوبې به ترسره کړي.

 افغانستان تر دې مخکې هم له زمبابوې سره د درې واړو بڼو لوبې کړې چې ډېری یې د افغانستان به بریا سره پای ته رسېدلې دي.