
د اسرائیلو بمباري؛ غزه کې د یوې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي
کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د عربي رسنیو د را پورونو له مخې؛ د غزې زیتون ته څېرمه سیمه کې پر یوه کور د اسرائیلي برید له امله ټوله کورنۍ شهیده شوه، چې په کې مور، پلار او د هغوی شپږ ماشومان شامل دي.
تر دې وړاندې، اسرائیل د غزې ښار کې د خبریالانو پر خېمو بمباري کړې وه، چې په پایله کې یې د الجزیرې دوه خبریالان او درې انځور اخیستوونکي شهیدان شول.
تر دې وړاندې هم په غزه د اسرائیلو برید کې د یوې ډاکټرې له اته اولادونو څخه اوه تنه یې وژل شوي وو.