
کابل ټیلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، ويلي کره اسناد یې تر لاسه کړي چې طالبانو په خپله روان نږدې څلور کلونه دوره کې د تېر جمهوري نظام ګڼ نظاميان صحراي محاکمه کړي دي.
دغه وزارت دا ادعا په خپل يو کلن راپور کې چې د بشر حقونو او ځينو نورو مسايلو په تړاو په کې معلومات ځای پرځّای شوي کړې ده.
په راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د معلوماتو پر بنسټ دا معلومات خپاره کړي دي.
دغه راپور کې یادونه شوې چې طالبانو په زندانونو، کورونو او نورو عامو ځايونو کې د تېر جمهوري نظام ځينې نظامیان صحرايي محاکمه کړي او حتی وژل شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته له رسېدو سره سم عمومي عفوه اعلان کړې وه خو پر خپله دغه ژمنه يې وفا نه ده کړې او تر اوسه له دغې عفوې د سرغړونې ګڼې پېښې ثبت شوي دي.