
کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت شورا وياند مولوي رحمت الله اندړ وایي چې طالبانو له تېرو شاوخوا لسو ورځو راهېسې کابل مېشتو سیاستوالو او مشرانو باندې د لیدنو بندیز لګولی دی.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي:((زما د مالوماتو له مخې تقریبا لس ورځې کیږي چې طالبانو په سیاستوالو او مشرانو جدي بندیز لګولی چې ملاقاتونه به نه کوي. ))
نوموړی وايي، په افغانستان کې ازادي یواځې د ټوپکوالو لپاره ده، نور خلک د ملاقات اجازه هم نه لري. هغه زیاتوي، په استبدادي رژیم کې د ګوتو په شمېر مستبدان مطلقه ازادي لري، ټیټ پوړی مامور او ملت باید یواځې مطلق اطاعت او ړوند تقلید وکړي.
په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه هغه مهال چې طالبان کابل ته ننوتل، تېر جمهوري نظام ړنګ او کابل د طالبانو تر ولکې لاندې راغی، لومړني کسان چې د اشرف غني د وتلو او جمهوریت د ړنګېدو اعلان یې وکړ، مخکینی ولسمشر حامد کرزی او د هغه وخت د مصالحې عالي شورا په نوم د دوم د نیم شریک مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وو.
پر دې سربېره پخوانی جهادي مشر او د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار او ګڼې نورې سیاسي څېرې هم په کابل کې پاتې دي چې د طالبانو تر سخت نظارت لاندې دي.