افغانستانخبرونه

په ایران کې یو افغان ځوان اعدام شوی

کابل ټیلیګراف –۵وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

خبري سرچینې وایي، یو افغان چې نواب نومېد او د فراه ولایت قلعه‌کاه ولسوالۍ د الیاس آباد کلي اوسیدونکی وو، په ایران کې اعدام شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ نواب شاوخوا دوه کاله مخکې د موادو د قاچاق په تور نیول شوی و او د تېرې ورځې سحر وخت د زاهدان د مرکزي زندان په ځای کې د هغه د اعدام حکم پلې شوی دی.

تر اوسه ایراني چارواکو د دې خبر په اړه په رسمي ډول څه ندي ویلي.

په وروستیو کې د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ د بندیانو د تبادلې چارې ترسره شوې، خو لا هم په ایران کې ګڼ شمېر افغانان په بېلا بېلو قضیو کې بندیان دي.

څو ورځې وړاندې یو افغان د نشه یي توکو د قاچاق له امله په سعودي عربستان کې اعدام شو.