افغانستانخبرونه

متقي: اسلامي هېوادونه باید د اسراییلو پر وړاندې متحد او جدي دریځ ونیسي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر، محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره په تیلیفوني خبرو کې پر دوحه د اسرائیلو وروستی برید غندلی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، امیر خان متقي هغه ته ویلي چې د نږدې دوو کلونو راهیسې په غزه کې د پرله‌پسې نسل‌وژنې ترڅنګ، په دوحه کې د فلسطین پر مذاکراتي پلاوي د اسرائیلو برید د نړیوالو قوانینو، عرفونو او ارزښتونو ښکاره نقض او له ټولو حدودو څخه تېری دی.

بل لورته محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د طالبانو له خوا د دې برید د غندنې او د قطر په ملاتړ د دریځ له امله مننه کړې او دغه اقدام یې د ورورګلوۍ ښکاره نښه بللې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د دې تیلیفوني اړیکې پرمهال ټینګار کړی چې  اسلامي هېوادونه باید د اسرائیلو پر وړاندې یو متحد، جدي او معنا لرونکی دریځ خپل کړي.

دا خبرې داسې مهال کېږي، چې دوحه نن د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې کوربه توب په غاړه لري.