
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د مکسیکو هېواد د مېریډا او کیمپچې ترمنځ پر عمومي لاره د یوه ټریل او ټکسي موټرو د ټکر له امله ۱۵ تنه وژل شوي دي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه ترافیکي پېښې له امله موټرو اور اخیستی او د ۱۵ تنو د وژل کېدو ترڅنګ ګڼ موټرې هم سوځیدلي دي.
د یوکاټن ایالت والي د دې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره به مرستې ترسره کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دغه ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو په اړه به څېړنې وکړي.