
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په امریکا کې دوه کسان د فاکسنیوز د موټر لاندې د چاودېدونکي توکي د ایښودلو په تور نیول شوي.
فاکسنیوز راپور ورکړی چې دغه دوه کسان، ادیب نصیر (۵۸ کلن) او عادل جاستیس احمد نصیر (۳۱ کلن)، د فاکسنیوز د موټر لاندې د چاودېدونکي توکي د ایښودلو په تور نیول شوي دي.
د افبيآی د پلټنو په ترڅ کې، شکمن کسان د سالتلیک سیټي په مګنا د استوګنې په یوه سیمه کې په یوه کور کې موندل شوي دي.
د نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه ندي ویلي شوي.