خبرونهسیمهنړۍ

پاکستان کې د بېوزلۍ کچه ۲۵.۳ سلنې ته لوړه شوې

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې ویلي چې،په تېرو درېیو کلونو کې په پاکستان کې د بې‌وزلۍ کچه ۷ سلنه لوړه شوې.

د یاد بانک په راپور کې راغلي، چې په پاکستان کې د بیوزلۍ اوسنۍ کچه ۲۵.۳ سلنې ته لوړه شوې ده.

ویل کېږي چې که روان حالت دوام وکړي ښایي، د بېوزلۍ کچه نوره هم لوړه شي.

عام پاکستانیان هم د نا امنۍ ترڅنګ له بېوزلۍ شکایتونه لري او وایي، د لومړنیو خوراکي توکو نرخونه لوړ او کاري فرصتونه کم دي.

دوی وایي اوس هم داسې کورنۍ شته چې په شپو شپو په لوږه وېدېږي.