افغانستانخبرونه

طالبانو په فراه کې د نشه یي توکو د تولید د دوو فابریکو د ویجاړېدو خبر ورکړی

کابل ټیلیګراف د تلې  ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، په فراه ولایت کې د نشه یي توکو د تولید دوه لویې فابریکې تر کشف وروسته لمنځه وړي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، یادې فابریکې چې د نشه يي توکو د پروسس او تولید چارې یې ترسره کولې، د فره ولایت د بکواه او پرچمن ولسوالیو کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال کشف شوي کړي.

دوی زیاته کړې، په دې عملیاتو کې د نشه یي توکو او خامو موادو یوه لویه کچه، چې ۱۶۰۰ کیلوګرامه اومان، ۳۰۰ کیلوګرامه کیمیاوي توکي، ۳۰ لیټره شیشه یي شربت او ۳۰ لیټره تیزاب ونیول شول او له منځه وړل شوي دي.

طالبانو پخپله اعلامیه کې ندي ویلي، چې دغه فابریکې د چا وې او په تور یې څوک نیول شوي دي.