خبرونهنړۍ

متحده عربي اماراتو د ویزو په قوانینو کې بدلون رامنځته کړ

کابل ټیلیګراف د تلې ۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

متحده عربي اماراتو د ویزو په قوانینو کې لوی بدلون رامنځته کړی او ګڼې نوې ویزې یې معرفي کړي دي. 

د مصنوعي ځیرکتیا (AI) کارپوهانو لپاره متحده عربي اماراتو د ځانګړې ویزې د ورکولو اعلان کړی، او د بېلابېلو غونډو، فیستیوالونو، نندارتونونو، کنفرانسونو او سپورټي فعالیتونو لپاره یې نوې ایونټي ویزې هم معرفي کړي دي.

هغو سیاحانو ته چې د کروز یا تفریحي کښتیو له لارې متحده عرب امارات ته ځي، هغو ته داسې ویزې ورکول کیږي، چې څو ځله پرې دغه هېواد ته تګ راتګ وکړي.

اماراتي حکومت اعلان کړی چې د جګړو یا طبیعي افتونو له امله زیانمنو کسانو ته به پرته له کفیل د یو کال لپاره د اوسېدو اجازه ورکول کیږي. 

کونډې او طلاق شوې میرمنې به پرته د کفیل له اوسیدو متحده عربي اماراتو کې د اوسیدو اجازه ولري.

د خپلوانو او ملګرو د لیدو ویزې لپاره د کفیل لږ تر لږه عاید ټاکل شوی، چې د ملګري کفالت لپاره لږ تر لږه ۱۵ زره درهمه میاشتني عاید اړین دی. 

د سوداګرو لپاره به د مالي ثبوت پر اساس سوداګریزې ویزې ورکول کیږي، او دغه راز بهر کې شرکت لرونکو ته به هم سوداګریزه ویزه ورکول کیږي.

د بهرنیو موټر چلوونکو ویزې به یوازې د جواز لرونکې ټرانسپورټ شرکتونو له خوا کفالت کیږي.